ميانوالي 23 فروری (اے پي پي﴾ وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د نړۍ وړومبې فلاحي رياست حضرت محمد ﴿ص﴾ په مدينه كښې جوړ كړے و كوم چې په ټوله نړۍ كښې غوره ماډل دے، كوم يو هېواد چې هم په دې اصولو عمل كړے، پرمختګ ئې كړے، د ژو??د مقصد او د مرګ ځواب كوم هم سائنس ونه لټولو بلكې د دې ځواب په مذهب كښې دے. وزيراعظم دا خبرې د اتوار په ورځ په ميانوالي كښې خان د نمل پوهنتون د تاسيس اوومې ورځې په موقع دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. په دې موقع د م??حد?? عرب اماراتو د تعليم وزير شېخ نهيان مبارك النهيان، د پوهنتون رېكټر او وائس چانسلر هم وېنا وكړه. وزيراعظم عمران خان په خپله وېنا كښې ووئيل چې كله مونږ اقتدار ته راغلو نو مونږ سختو معاشي چېنلجونو سره مخ وو، پ?? هغه سخت وخت كښې م??حد?? عرب اماراتو، سعودي او چين د پاكستان ملګرتيا وكړه. په دې د پاكستان اولس د ??وي مننه كوي. م??حد?? عرب امارات زمونږ د سخت وخت ملګرے دے، مونږ ئې كله هم نه شو هېرولې. ده ووئيل چې كله مو په دې ځائ كښې د پوهنتون جوړولو پرېكره وكړه نو ټولو ملګرو وئيل چې مشكل كار دے ، دلته به فېكلټي نه راځي، ځكه زه د فېكلټې د غړو مننه كوم او ??وي ته پېرزوينه وړاندې كوم چې ??وي دلته د تدريس كار پېل كړو او دا د ??وي د شوق عمازي كوي. د ??وي مې تل ستائنه كړې. وزيراعظم ووئيل چې نن ورځ د زده كوونكو د كورنيو لپاره هم د خوشحالې ورځ ده چې د ??وي بچي د نړيوال معيار سند اخلي. زه د ??وي په خوشحالو كښې شريك يم. وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د نړۍ وړومبې فلاحي رياست حضرت محمد ﴿ص﴾ په مدينه كښې جوړ كړے و كوم چې په ټوله نړۍ كښې غوره ماډل دے، كوم يو هېواد چې هم په دې اصولو عمل كړے، پرمختګ ئې كړے، د ژو??د مقصد او د مرګ ځواب كوم هم سائنس ونه لټولو بلكې د دې ځواب په مذهب كښې دے.(