اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) پاکستان د امريكې لخوا په هند د وسلو خرڅولو په اړه په لوظنامه د تشويش څرګندونه كولو سره وئيلي دي د امريکې او هند دفاعي لوظنامې سره به منطقه لا د عدم استحكام سره مخ شي٬ پاکستان د کرونا وائرس مخنيوي په اړه ?? ??ير??ن د هلو ځلو بشپړه ملاتړ كوي٬ مونږ ??ير??ن سره ا??ږه په ا??ږه ولاړ يو۔ د زيارت په ورځ د اوونيز خبري بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياندې ډاکټر عائشه فاروقي ووئيل پاكستان په كرونا وائرس او وضعه د قابو موندلو په لړ كښې د ??ير??ن حكومت سره په نزدې تماس لري٬ پاکستان د وائرس مخنيوي په لړ كښې د ??ير??ني حكومت د هلو ځلو بشپړه ملاتړ كوي او دوي سره ولاړ د??۔ د خارجه دفتر وياندې ووئيل ??ير??ن كښې زمونږ د سفارتخانې دوه قونصلېټ د صورتحال جاج اخلي او د پاكستان زائرين او زده كوٶنكو سره رابطو لپاره هڅې كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياندې د هند او امريكې ترمېنځه د دفاعي لوظنامې او په دې وروستيو كښې په ډيلي كښې په فساداتو د تشويش څرګندونه كولو سره ووئيل په هند وسله خرڅولو سره به منطقه لا عدم استحكام سره مخ شي۔ دې ووئيل د پاكستان قيادت او نړيوالې ورورولۍ په ډيلي كښې په مسلمانانو د تشدد او د جوماتونو د بې حرمتۍ په پېښو د ژورو تحفظاتو څرګندونه كړې ده۔ دې ووئيل په مقبوضه كشمير كښې هندي رياستي ترهګري اوس نوې ډيلي ته منتقل شوې ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياندې ووئيل پاکستان يو ځل بيا د اولس مشر ټرمپ په كشمير د ثالثۍ د وړاندېز هركلې كړې دې۔ وياندې ووئيل ټرمپ نوي ډيلي كښې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د هلو ځلو ستائنه كړې۔ وياندې ووئيل پاكستان د امريكې او ??ير??ن ترمېنځه د امن لوظنامې هركلې كوي٬ توقع لرو دا به د انټرا افغان ډائيلاګ لپاره لاره هواره كړي۔ وياندې ووئيل د امن لوظنامې دستوره په قطر كښې كېدونكې ده ا?? د پاكستان خارجه وزير شاہ محمود قرېشي به په دې دستوره كښې ګډون كوي۔ وياندې ووئيل پاكستان په ا??غانستان كښې د روغې جوړې او امن په عمل سهولت كارۍ لپاره مهم كردار لوبولې دې ۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياندې ووئيل د چين اولس مشر شي جن پنګ به د پاكستان دوره كوي٬ دواړه هېوادونه د دورې په شېډول كار كوي