اسلام آباد 26 فر??ری (اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان وئيلي دي د نازیو څخه متاثره آر اېس اېس نظریې د يو ارب څخه زياته آبادی لرونكې هېواد یرغمال كړې، د كركې په بنیاد نسل پرسته نظریه عمر له د وينو بهيولو سبب ګرځي، مقبوضه ??شمیر سره د هند 20 کروړه مسلمانان اوس په نخښه كړې كېږي، با??د نړيوا??ه ورورولي د دې نوټس واخلي، پاکستان كښې كه كوم غیر مسلمه وګړي یا د هغوي د عبادت ځايونه په نخښه كړې شي نو په سختۍ به ئې مخنيوې كولې شي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د شورو پھ ورځ خپل يو ټويټ كښې وكړه۔ ده ووئيل كله چې هم په كركه اډانه نسل پرسته نظریه خپرېږي نو وينې بهېږي۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خطاب كښې هم ما دغې خطر ته ګوته نيولې وه چې يو ځل به داسې كېږي او دې سره به وينې بهېږي۔ ده ووئيل هند اوس د مقبوضه ??شمیر صورتحال نه پس په هند كښې 20 کروړه مسلمانان پھ نخښه دي، با??د نړيوا??ه ورورولي د دې خبر واخلي۔